معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت د روسیې ولسمشر ته: د پراخ بنسټه حکومت جوړول د افغانانو مسئله ده

افغان حکومت د روسیې ولسمشر ته: د پراخ بنسټه حکومت جوړول د افغانانو مسئله ده

 

کابل- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۶مه):

پداسې حال کې چې روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ د ټولیز امنیت تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړیدل چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، د وخت لومړیتوب ګڼلی ؤ خو په کابل کې د افغان حکومت ویاندویان دا د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼي.

ولاديمیر پوتین په افغانستان کې اوسنی وضعیت ستونزمن ګڼلی او دا خبرداری یې هم ورکړی ؤ چې ښایي ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولیز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته لاره وومي.

خو په کابل کې حکومتي ویاندویان بیا د پوتین ددې څرګندونو په غبرګون کې وایي چې د افغانستان اوسنی حکومت یو ټولشموله حکومت دی.

په کابل کې د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د جمهور رئیس د وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې دا ډول مسئلې دې له شته افغان حکومت سره د رسمي ډیپلوماتیکو لارو وڅېړي.

ښاغلي کریمي همدا راز وویل: “افغانستان یو خپلواک هيواد دی او خپل تصامیم په خپله نیولی شي.”

نوموړي زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه شي او له افغانستان سره دې د رسمي او ډیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې ګامونه واخلي ترڅو دده په وینا ستونزې په مسئوولانه لارو چارو حل شي.

د روسیې ولسمشر په یاده غونډه کې دا هم وویل چې دده په خبره په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره “ځانګړو ګډو عملیاتو” ته اړتیا ده او پدې یې هم ټینګار وکړ چې د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه باید په ځانګړې توګه د ترهګرو د ګواښونو، سخت دریځۍ او د مخدره توکو اړوند ګواښونو ته جدي پاملرنه وکړي.

ـــــــــــــــــــــــ

د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️

https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس