معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د روڼتیا نړیوال سازمان پر وروستي راپور غبرګون وښود

افغان حکومت د روڼتیا نړیوال سازمان پر وروستي راپور غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د رونټیا نړیوال سازمان په یوه نوې ارزونه کې وویل، چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۲۴ امتیازونه اخیستي، د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ارزونه غندلې ده.
مجاهد ویلي، له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړیوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ده.
نوموړي زیاته کړې، هغوی له لرې قضاوت کړې او ښايي چې په اوازو یې اتکا کړې وي.
دی وایي، چې که دغه سازمان اوس مهال د افغانستان د ادارو سمه او له نږدې مطالعه وکړي، تر دې په کراتو به د فساد کچې د ټیټېدو شاهدان وي.
د روڼتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی، حال دا چې په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره افغانستان په دغه نوملړ کې ۱۷۴ ځای درلود.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس