کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست افغان حکومت د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د کلني راپور د موندنو په غبرګون کې ویلي، چې د نړۍ د ناامنو هېوادونو د نوملړ په سر کې د افغانستان ځای پر ځای کول، عادلانه نه دي.
د حکومت ویاند ټینګار کړی، چې هېواد کې ترهګریزې پېښې د تېرو کلونو پر تله ۹۹ سلنه راټیټې شوې دي او په دې اړه د دې انسټېټیوټ موندنې ناسمې دي.
تازه د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د اتم ځل لپاره په ۱۶۳ هېوادونو کې د نړۍ د تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی.
د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې افغانستان، لیبیا او عاج سواحل د هغو پنځو هېوادونو په نوملړ کې راغلي، چې د سولې په برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی.
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت د ناامنه هېوادونو په قطار کې د افغانستان نوم راوستل ناعادلانه بللي