معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

افغان حکومت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، کومو ستونزو او ګواښونو نسبت چې افغانستان ته کیږي، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت استازي اصف دراني د افغانستان په تړاو ویلي، که نړۍ افغانستان ته پام ونه کړي، نو د سپټمبر ۱۱ مې بله پېښه رامنځته کېدای شي.

همدې څرګندونو ته په غبرګون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دراني څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او د هرې نړیوالې پېښې احتمال له پاکستان شته.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې ویلي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان ‌بسياينې لپاره هلې – ځلې کوي.

تکل ویلي، د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعـ ـش ډله په بشپړ ډول وځپي خو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړه کې یې د داعش د پټنځایونو له منځه وړل د دې ډلې په نابودۍ مشروط شوي دي.

نوموړي ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله بللې چې کورنی حل غواړي او افغان حکومت د خپل نېک نیت ثبوت ورته له پخوا وړاندې کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس