معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له نړیوال بانکه د نیمګړو پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې

افغان حکومت له نړیوال بانکه د نیمګړو پروژو د بیا پیل غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له راپوره هر کلی کړی یو ځل بیا یې د افغانستان د کنګل شوې پانګې پر ازادولو ټینګار کړی.
دغې اقتصادي معاونیت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که چېرې یاده پانګه ازاده شي، د افغانستان اقتصادي وضعیت به نور هم ښه او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، په تیر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه و، چې د دغه کال په ۹ میاشتو کې یې ۱.۷ ملیارده ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر کړي و.
په اعلامیه کې له نړیوال سازمانونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بېکارۍ کمولو لپاره د پراختیايي پروژو په تمویل کې برخه واخلي. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له نړیوال بانک څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کارونه بیرته پيل کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس