معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د درملنې لپاره ناروغه افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي

افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د درملنې لپاره ناروغه افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: افغان چارواکي له پاکستانه وغوښتل چې د درملنې او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره افغانان خپلې خاورې ته ورپرېږدي او پر پوله د ښځینه و د تلاشۍ لپاره ښځینه کارکوونکې وګماري.
د افغانستان د ا.ا د رییس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر سره د غونډې پرمهال له اسلام اباده وغوښتل چې هغو افغانانو ته اجازه ورکړي چې د درملنې لپاره یا د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته ځي.
د سپین بولدک-چمن لار پاکستان وروسته له هغې وتړله چې تېره یکشنبه هلته نښته وشوه چې په ترڅ کې یې یو پاکستانی سرتېری ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
تر دې پېښې وروسته په چمن کې د پاکستان د کمیسارۍ مرستیال عبدالحیمد زهري وویل چې تر هغو به دا لاره بنده وي چې د پاکستاني سرتیري قاتل نه وي ورسپارل شوی.
افغان چارواکو د دې پېښې د څېړنې لپاره د دوشنبې په ورځ یو پلاوی وټاکه خو تر اوسه د دې پلاوي د کار پایله نه‌ ده په ډاګه شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس