معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د روان ۱۴۰۲ کال د شپږو میاشتو حقوق ورکوي

افغان حکومت معلولینو، یتیمانو او کونډو ته د روان ۱۴۰۲ کال د شپږو میاشتو حقوق ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روان کال کې د معلولینو، یتیمانو، او کونډو د حقونو له ورکړې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلي، د تېر او سرپرست حکومت د معلولینو، یتیمانو او کونډو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د شپږو میاشتو حقوق به ورکړل شي.
د دغه وزارت ویاند همدراز زیاته کړې، معلولینو ته د معاشاتو د وېش بهیر د شفافیت په موخه یې، د مرکز په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې، ډيټابس سیستمونه فعاله کړي دي.
نوموړی یادونه کوي، چې څه باندې ۳ زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخیستو وړ نه وو، هم له ډېټابس سیستم څخه وېستل شوي دي.
یو شمېر معلولین بیا د دغه بهیر د روڼتیا او چټکتیا غوښتونکي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس