معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت وایي، ایران دې افغان نجونو سره تر همکارۍ وړاندې د خپلو ایراني ښځو مشکلات واوري

افغان حکومت وایي، ایران دې افغان نجونو سره تر همکارۍ وړاندې د خپلو ایراني ښځو مشکلات واوري

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت د ایران د هغو څرګندونو په اړه چې له تحصیله د افغان مېرمنو د بندښت په اړه شوې وې، غبرګون وښود.
د بهرنیو چارو وزارت ته منسوب ټویټر اکاونټ په دې اړه ټویټ کې ویلي، د ایراني دولت لپاره غوره دا ده چې لومړی خپل ملک کې دننه مظاهرې مهار او منزوي خویندې راضي کړي.
دوی زیاته کړې، چې ایران دې هڅه نه کوي چې د خواخوږۍ په نوم دې د افغانانو ترمنځ ستونزې را ولاړې او کډوډۍ ته لمن ووهي.
دوی نیوکه کړې چې تهران باید د بهرنیو جنجالونو په اړه له خبرو وړاندې خپل هېواد کې د ایراني اعتراض کوونکو ښځو غوښتنې ته غاړه کېږدي.
دې وروستو کې سرپرست افغان حکومت اعلان وکړ چې د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې ستونزې شته چې د دغو ستونزو تر حل پورې به تحصیلي مراکز د نجونو پرمخ تړلي وي چې ایران بیا له پوهنتونونو منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس