کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بهر مېشتو افغان علماو او متخصصینو د مشورتي ټولنې له غړو سره چې په امریکا، عربي او اروپایي هېوادونو کې فعالیت لري، کتلي دي.
د خبر له مخې دې کتنه کې بهر مېشتو افغان علماوو ویلي، له تېرو څلورو لسیزو وروسته فرصت برابر شوی، چې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي او هڅه کوي، چې بهر کې نور مېشت افغانان، بهرني سوداګر او متخصصین هم افغانستان ته را دعوت کړي.
دغو علماوو او متخصصینو په اقتصادي، سیاسي او د بیارغونې په برخو کې خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړي دي.
په ورته مهال سیاسي مرستیال ویلي، حکومت یې د ټولو افغان شخصیتونو د راستنېدو هر کلی کوي.
نوموړي زیاته کړې، سرپرست افغان حکومت هڅه کوي، چې افغان کادرونو ته په هېواد کې دننه د خدمت زمینه برابره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/