کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د داعش ډلې درې مهم پټنځایونه چې د چینایانو پر استوګنځي، د پاکستان پر سفارت او د کابل پر هوايي ډګر باندې په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود، له منځه وړي دي.
نوموړي زیاته په دغو عملیاتو کې اته تنه داعشیان وژل شوي او اووه نور ژوندي نیول شوي دي.
مجاهد زیاتوي چې دغو کسانو افغانستان ته د داعش د بهرنیو اتباعو په لېږدولو او د عملیاتو په همغږۍ کې مهم رول درلود.
نوموړي دغو عملیاتو کې د خپل لوري مرګ_ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم مقابل لوري تر اوسه د مجاهد پر دغو څرګندونو خپل نظر څرګند کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/