معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت پر ښځو د کاربندیز بېرته لرې کېدو لپاره پر دوهم فرمان کار کوي

افغان حکومت پر ښځو د کاربندیز بېرته لرې کېدو لپاره پر دوهم فرمان کار کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ چې افغانستان ته په سفر راغلی، ويلي چې د سرپرست افغان حکومت دریو وزیرانو ورته یادونه کړې چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز بېرته لرې کولو لپاره پر دوهم فرمان کار کوي.
اېګلنډ ویلي، که افغان حکومت پر ښځو د کار او پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل بندیزونه لرې نه کړي، پر افغانستان به نړیوالې مرستې بندې شي.
نوموړي ویلي، یادو وزیرانو ورته زیاته کړې چې د دوهم فرمان له مخې به ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.
اېګلنډ په کابل کې له اقتصاد، کډوالو او د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.
ټاکل شوې چې اېګلنډ سبا چهارشنبه کندهار ته هم سفر وکړي او هلته د عالمانو د شورا ترڅنګ یو شمېر مهمو چارواکو سره وګوري.
پر ښځینه قشر د تحصیل او کار بندیز ګڼ نړیوال غبرګونونه راوپارول چې له امله یې یو د شمېر بشري مرستو رسوونکو موسسو هم خپل کارونه وځنډول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس