معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګرو ایران کې ۳ میلیارده ډالر پانګونه کړې

افغان سوداګرو ایران کې ۳ میلیارده ډالر پانګونه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډه خونه وایي، افغان سوداګرو ایران کې د درې میلیارده ډالرو په اندازه پانګونه کړې ده.

ایراني رسنیو د دغې ګډې خونې د رییس په حواله راپور ورکړی، چې ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي.

د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، کرنې او صنایعو د ګډې خونې رییس دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخه کړي.

بل لور بیا د افغانستان د اقتصاد وزارت بهر کې له افغان پانګوالو غواړي، څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي او دلته یې په کار واچوي.

تر دې وړاندې د سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي وو، چې افغان سوداګرو ترکیې، متحده عربي اماراتو او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس