معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په شېخ زاید لوبغالي کې تمرینات پیل کړل

افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په شېخ زاید لوبغالي کې تمرینات پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د دغو تمريناتو موخه د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د دوى چمتو کېدل دي، چې ټاکل شوې د فبروري په ١٦مه، ١٨مه او ١٩مه همدې لوبغالي کې ترسره شي.
دغه لوبغالی د افغانستان کورنى لوبغالى هم دى، چې درې واړه سيالۍ به په کې د کابل پر وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پیلېږي.
وروسته تر هغه چې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره د کرکټ درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې، افغان لوبډله به دا او ورپسې د مارچ میاشتې په وروستیو کې پاکستان ټیم سره لوبې ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس