کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ويلچر باسکيټبال لوبډلې د آسيايي او اوقيانوسي سيالو په لړ کې د سعودي عربستان لوبډلې ته هک ماتې ورکړه.
د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ د ټایلنډ په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې پیل شوي او ټاکل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله دوهمه لوبه کې سعودي عربستان ته د ۷۹- ۴۴ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او دوهمه بریا یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې افغانستان له نیوزیلنډ، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/