کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د اوبیزو سرچینو د لیدو په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی.
د یاد وزارت په وینا، سرپرست وزیر د مرغاب له سیند څخه د لیدنې پرمهال د دغه سیند د اوبو د مدیریت او د اوبو ذخیره کولو بندونو جوړولو د تخنیکي مطالعاتو، د برېښنا تولید او د اوبو لګولو کانالونو د سمون په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت د اوبو د مدیریت او د اوبیزو تأسیساتو د ساتنې په برخه کې کلک هوډ لري.
نوموړي دغهراز د مرغاب سیندیزې فرعي حوزې له مسؤولینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي او ورته د سپارل شوي مسؤولیت د ښه ترسراوي په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/