معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان ښځينه سوداګرو ترکمنستان ته رسمي سفر کړی

افغان ښځينه سوداګرو ترکمنستان ته رسمي سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۴ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت د واکمنۍ په جریان کې د لومړي ځل لپاره ښځينه سوداګر له هېواده بهر ترکمنستان ته په رسمي سفر تللي او هلته یې له ترکمنستانیو ښځينه سوداګرو سره یو لړ هوکړې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو په وینا دغو ۱۵ ښځينه سوداګرو له خپلو محرمو سره یوځای د ترکمنستان په سفر کې ګډون کړی دی.

د یاد وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي چې د ښځينه سوداګرو د ظرفیت لوړونې او د هغوی تولیداتو ته د نړیوالو بازارونو په موندنه کې هلې – ځلې وکړي.

په ورته مهال د ښځینه سوداګرو د مدیره پلاوي غړې فلوران نوري له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې دوی په دې سفر کې د ترکمنستان له ښځینه سوداګرو سره وکتل او یو شمېر هوکړه لیکونه یې ورسره لاسلیک کړل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس