معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کرکټ بورډ د هرات له زلزله ځپلو سره ۲ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د هرات له زلزله ځپلو سره ۲ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د هرات له زلزله ځپلو سره د ۲ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.
کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې را ټولولو لړۍ هم روانه کړې، چې په بشپړېدو سره به یې د یوه منظم او روڼ سېسټم له لارې یاد ولایت کې اړمنو کورنیو باندې ټولې راټولې شوې مرستې ووېشل شي.
دغه ولایت کې د شوې زلزلې له امله زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان هم د روان نړیوال جام د لوبو فیسونه د هرات، بادغیس او نيمروز ولایتونو زلزله ځپلو ته ځانګړي کړل.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له قوله دغو زلزلو له امله د هرات په ۱۳ کلو کې ۱۳۲۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس