معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان کرکټ بورډ د یو کال لپاره له خپلو دریو لوبغاړو قراردادونه واخیستل

افغان کرکټ بورډ د یو کال لپاره له خپلو دریو لوبغاړو قراردادونه واخیستل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان کرکټ بورډ ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې ادارې له خپلو دریو لوبغاړو څخه د یوه کال لپاره مرکزي قراردادونه اخیستي دي.

د خبر پر بنسټ، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقي هغه لوبغاړي دي د مرکزي قراردادونو له لاسلیکولو څخه یې ډډه کوله، چې په همدې اساس یې ترې د یو کال لپاره مرکزي قراردادونه واخېستل.

د کرکټ بورډ په خبره د یوه کال لپاره به یادو لوبغاړو ته مرکزي قرارداد نه ورکول کیږي او نه به هم اجازه لري چې په بهرنیو لیګونو کې د دوو کلونو لپاره ولوبیږي.

کرکټ بورډ ویلي، دوی د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی، دغه پرېکړه کړې ده.

یادو لوبغاړو لا تر اوسه د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس