معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان کونسل پاکستان کې د افغان وګړو پر نیولو اندېښنه ښودلې

افغان کونسل پاکستان کې د افغان وګړو پر نیولو اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ويلي، چې په تېره یوه نیمه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۶ افغان وګړي نیول شوي دي.
عبدالجبار تخاري زیاته کړې، چې دمګړۍ ۳۰۲ افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله د سند ایالت په بندخونو کې بندیان دي.
د تخاري په وینا، د افغان بندیانو د خوشي کولو په لړ کې دا ځل هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه میاشت کې ۱۲۲ تنه افغانان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشي کړای شوي دي.
بل خوا، په پاکستان کې ځينې افغان کډوال هم د دغه هېواد د پوځیانو او پولیسو له ناسم چنلده سرټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې پر ستونزو یې په جدي توګه غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان، نږدې درې مېلیونه نور په ایران او یو میلیون نور بیا د نړۍ په بېلابېلو نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس