معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي او بانکي محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی

اقتصادي او بانکي محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي.
راپورونه وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړي.
افغان لوري زیاته کړې، چې اقتصادي بندیزونو او بانکي محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی او دغه بندیزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یوازې خبرې او تفاهم ستونزې حل کولی شي.
د حقاني په وینا ستونزې کمې نه دي، خو له مشرتابه تر سرتېري ټول لګیا دي، چې امنیت تامین، افغانستان آباد او له نړۍ سره ښې اړیکې وساتي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شي، د بې باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم لاره به غوره شي.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو او نورو ننګونو د حل هیله څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره هر راز مرسته وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس