معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / *اقتصاد وزارت وایي، د څارنې او روڼتیا له لارې د مرستندویه بنسټونو ملاتړ کوي*

*اقتصاد وزارت وایي، د څارنې او روڼتیا له لارې د مرستندویه بنسټونو ملاتړ کوي*

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ويلي، چې مرستندویه بنسټونه او موسسې د بېوزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي او له همدې امله دغه وزارت په هېواد کې د بېوزلۍ د لمنځه وړلو او اقتصادي ودې په موخه د مرستندویه بنسټونو او موسسو له فعالیتونو څخه له څارنې او روڼتیا سره سم ملاتړ کوي. د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي، چې نړیوالې مرستې به په افغانستان کې هغه وخت اغېزمنې وي، چې د فقر د کمولو په پلمه سیاسي موخې تعقیب نشي.
په ورته مهال د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کار عواید په نشتوالي کې د دوی لپاره ژوند خورا ستوزمن شوی دی.
دې وروستیو کې د اقتصاد وزارت او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو ترمنځ د ښځینه کارکوونکو پر سر ناندرۍ هم راپورته شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس