کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک اعلان کړی، چې د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول شوی دی.
دغو رسنیو د نوموړې له قوله خبر ورکړی، چې دا موضوع لنډمهالې ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده.
که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو کې به پلي کیږي.
د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې به دوی زیانمنو افغانانو ته، امنیتي پوښتنپاڼې توزیح کړي، څو د ناوړې ګتې اخیستنې مخنیوی وشي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د اوسني سرپرست افغان حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې ۲۸ زره ۶ سوه تنه افغانانو ته پناه ورکړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/