معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید څخه ملاتړ کړی

امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید څخه ملاتړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازولۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید څخه د یو بل کال لپاره هم ملاتړ کړی.
دغو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې، چې امریکا د اسټرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو د دوی په خبره دا اداره وکولی شي، د افغانانو بشري او اساسي اړتیاوو پوره کړي.
دغه ملاتړ په داسې مهال کیږي چې روان سخت ژمي کې د بې روزګارۍ او فقر له امله په ډېرو مشکلاتو کې خپلې شپې_ورځې تېروي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس