معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا له اوکراین سره خپلې مرستې قطع کړې

امریکا له اوکراین سره خپلې مرستې قطع کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرايوي فرمان په لاسلیک کولو سره له اوکراین سره د امریکا مرستې رسماً ودرولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ۹۰ ورځو لپاره له ټولو بهرنیو سازمانونو، هېوادونو او ډلو سره د امریکا مرستې ځنډول شوې دي.

په دې فرمان کې یوازې مصر او اسراییل مستثنا شوي، خو له دې بندیزونو سره اوکراین سره د مرستو درېدلو ترڅنګ ویل کیږي، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره هم د میليون ډالري نقدي مرستو کڅوړې درول شوې دي. هغه کڅوړې چې افغان حکومت یې د امریکا له لوري لېږل رد کړي دي.

ټاکل شوې چې درې میاشتې وروسته به امریکا بیا ارزونه وکړي او پرېکړه به وکړي، چې له کومو هېوادونو او ډلو سره مرستې وکړي او په کوم ډول یې ترسره کړي.

په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ د اوکراین لپاره خپل ځانګړي استازي ته ۱۰۰ ورځې وخت ورکړی، څو له روسیې سره د اوکراین مسلې د حل لپاره وړاندیزونه او حل لارې شريکې کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس