معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا وایي، افغان حکومت د اړیکو عادي کولو لپاره بنسټیز ګامونه نه دي پورته کړي

امریکا وایي، افغان حکومت د اړیکو عادي کولو لپاره بنسټیز ګامونه نه دي پورته کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ له طلوع نیوز سره په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې سرپرست افغان حکومت تر اوسه له امریکا سره د اړیکو عادي کولو لپاره بنیادي ګامونه نه‌ دي اخیستي.
وېسټ ویلي، تر څو اوسنی افغان حکومت د ځینو مسایلو په اړه جدي پرېکړې ونه‌ کړي، امریکا نشي کولی، چې په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازولۍ او د کنګل شویو شتمنیو د ورسپارلو په تړاو ورسره خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، له دې اندېښنو سره_سره بیا هم واشنګټن د له سرپرست افغان حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.
د ټام وېسټ په خبره واشنګټن د افغانانو ترمنځ د خبرو_اترو د پیلېدو غوښتونکی هم دی.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، چې دوی ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ساتنې او دوام لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.
د سرپرست افغان حکومت ویاند تور پورې کړ، چې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کوي او نۀ پرېږدي، چې د افغانانو ترمنځ اړیکې بېرته روغې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس