معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیونه ډالره ورکړي

امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیونه ډالره ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۴ مه نېټه):
د امریکایۍ رسنیو د خبر له مخې امریکا ویلي، چې د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې يې پاکستاني بنسټونو ته له ۷۵ مېلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ وشي.
اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې د هغو همکارانو د مننې او هرکلي لپاره یې سره ناسته کړې، چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې د تازه ورغلو افغان کډوالو خدمت کړی دی.
د امریکا د ۷۵ میلیونو ډالرو مرستې ته په کتو، پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ویلي، چې له قانوني اسنادو سره – سره هلته د لازمې مرستې پر ځای تنګیږي او لاسنیوی یې نه کیږي. له دې ټولو سره پاکستان د افغان کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېواد بلل کیږي، خو له کډوالو سره د چلند پر څرنګوالي او سیاسي استفادې ورته تل په یوه نه یوه بڼه د ملامتۍ ګوته نیول شوې ده.
دغه هېواد تازه ۷۲ تنه نور افغان کډوال هم بندیان کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس