معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا په پاکستان کې افغان کډوالو ته ټېلیفوني شمېره فعاله کړه

امریکا په پاکستان کې افغان کډوالو ته ټېلیفوني شمېره فعاله کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د راپورونو له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دي، د بېړنۍ ټېلیفوني اړیکې شمېره جوړه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کېدو او وېستلو له خطر سره مخ کیږي، له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.

دا اقدام وروسته له هغه کیږي، چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، د وتلو لپاره یوه میاشت وخت ورکړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس