معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې د درې لسیزو راهیسې تېر کال بې سارې وژنې شوي

امریکا کې د درې لسیزو راهیسې تېر کال بې سارې وژنې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
امریکایي رسنیو دغه هېواد کې د وسلوالو تاوتریخوالو د آرشیف د مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې د تېر ۲۰۲۲ کال په جریان کې د وسلو او ډزو پرمټ ۴۴ زره امریکایان وژل شوي چې دا په تېرو درېیو لسیزو کې بې سارې لوړه شمېره ده.
دوی ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نیولې د دغې کال تر وروستۍ نېټې امریکا کې ۴۴ زره ۱۵۴ کسان په وسلوالو تاوتریخوالو کې وژل شوي دي.
د دغو معلوماتو له مخې تېر کال هره ورځ ۱۲۲ تنه او هره میاشت ۳۶۸۰ تنه وژل شوي دي.
دغې ادارې رسنیو ته زیاته کړې، چې په دې منځ کې ۲۰۰۶۴ امریکایان د بېلابېلو تاوتریخوالو په خاص ډول د یو کس له خوا پر ډېرو کسانو د برید په پایله کې وژل شوي دي او ۲۴۹۰ نور په وسلو باندې ځان وژنه کړې ده.
امریکایي رسنۍ په داسې مهال د دغه هېواد د وسلوالو تاوتریخوالو د آرشیف د مسوولینو له قوله دا خبر ورکوي چې روزمره ورځو کې پر رسنیو د امریکایي چارواکو د مبهم سانسور له امله ډېر کم د وژنو خبرونه له امریکا څخه رسنیز کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس