معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا کې د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوي

امریکا کې د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
رسنیو ته د امریکا کالیفورنیا ایالت چارواکو ویلي، دغلته په یو کور کې د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دي.
دا پېښه پرون د کالیفورنیا په مرکز ګوشین په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده.
امنیتي چارواکو ویلي، چې د دوو مشکوکو کسانو لټون يې پيل کړی دی.
د پولیسو یو مسوول مایک بادریاکس زیاته کړې، چې د دوو نورو کسانو مړي یې په کور کې دننه وموندل او یو کس زخمي و، چې وروسته بیا په روغتون کې مړ شو.
پولیس وايي فکر کوي چې یوه جنایتکاره ډله په دې قضیې کې دخیله ده. د پولیسو دغه مسوول ویلي، دا یو عادي تاوتریخوالی نه دی، بلکې په خبره یې دا کورنۍ قصداً په نښه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس