معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امنیت؛ له دې وروسته به کابل ښار کې کورونه اخیستل او کرایه کول د اړوندې امنیتي حوزې وروسته تر سره کېږي

امنیت؛ له دې وروسته به کابل ښار کې کورونه اخیستل او کرایه کول د اړوندې امنیتي حوزې وروسته تر سره کېږي

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: کابل امنیې قوماندانۍ د ښار د معاملو لارښوونې ټولو دفترونو ته د ” نقل مکان” په نوم پاڼې وېشلې دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، تر دې وروسته چې کابل ښار کې هر څوک نوی کور پېري یا کرایه کوي؛ لومړی ورته د معاملې لارښوونې دفتر د نقل مکان پاڼه ورکوي څو د خپلې سیمې امنیتي ارګانونو لخوا تایید شي چې نوموړی کس هغلته کومه جرمي سابقه نه لري.
ځدراڼ وايي، د معاملو لارښوونې دفتر د دې پاڼې یوه کاپي اړوندې امنیتي حوزې ته ورکوي.
نوموړی زیاتوي، دا کار به له امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي څو هغه مجرمین ونیسي چې په خپلو سیمو کې تر جرمونو وروسته کابل ښار ته راتښتي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ امنیې قوماندانۍ کابل ښاریانو ته د ښه امنیت راوستو لپاره د سړک غاړې کورنو او استوګنیز بلاکونو کې د امنیتي کمرو لګولو کمپاین له پیلدو خبر ورکړ.
قوماندانۍ ویلي وو، چې په همدې موخه تر دا مهال شاوخوا ۲۰۰۰ امنیتي کمرې لګول شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس