معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امنیتي مسوولینو لښکرګاه ښار کې د غلو دوه ډلې نیولي

امنیتي مسوولینو لښکرګاه ښار کې د غلو دوه ډلې نیولي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند دوهمې، نهمې او اوومې امنیتي حوزو اړوند ساحو کې د غلو دوه ډلې نیول شوې دي.
د خبر پر بنسټ یاد غله چي ۱۳ تنه دي، په لښکرګاه ښار کې یې د هېوادوالو څخه د وسلو پرمټ موټرونه، موټر سایکلونه، ټیلیفونونه او نور شیان غلا کول، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال ونیول شؤ.
د دغه ځای د جنایي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال وایي، د عملیاتو په پایله کې یې د غلو سره ۴ میله توفانګچې، ۴ عرادي موټرسایکلونه او یو شمېر نور اجناس نیولي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته یې دوسیې اړوندو ارګانونو ته وسپارلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس