معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امنیت شورا د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند غوښتنه رد کړه

امنیت شورا د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند غوښتنه رد کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حماس او اسراییلو جګړې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد شو.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې هغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد کړ، چې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ یې د اوربند غوښتنه کړې وه.
د کریملن لخوا وړاندیز شوي دې پرېکړه لیک یوازې پنځه موافقې رایې اخیستې وې.
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو له ډلې، څلور غړو د پرېکړه لیک ضد رایه کارولې او پاتې شپږو هغو له رایې ورکولو انکار کړی دی.
نږدې لس ورځې وشوې چې اسراییلي ځواکونو پر غزې درنه بمباري پیل کړې، چې له امله یې نږدې ۳ زره فلسطیني وګړي وژل شوي او څه کم ۱۰ زره کسان په کې ژوبل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس