کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د کمال خان بند د توربینونو د بریالۍ ازموینې خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په وینا د کمال خان بند څخه د برېښنا د توليد د پاتې کارونو تر بشپړېدو وروسته به دغه بند کې د برېښنا توربينونه په دايمي توګه فعال شي
کمال خان بند په نیمروز کې د هلمند پر سیند جوړ شوی او د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې د شپږ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا یې هم اندازه شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/