معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې

اوچا افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل تازه راپور کې ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
د دوی د راپور په اساس تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليونه تنو څخه نور هم ډېر شوی، چې له امله به یې روان زېږدیز کال د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې د دغه هېواد دوه پر درېيمه برخه نفوس جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا لري.
دوی د دغې اړتیا علت څو کاله پرلپسې وچکالي او د دوو کلونو راهيسې سخت اقتصادي زوال ښودلی.
اوچا ويلي، د بشري مرستو بندېدو او د شتمنیو کنګل کېدو له امله د افغانستان اقتصادي بحران پراخ شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان په افغانستان کې د اقتصادي بحران لوی لامل وروستی سیاسي بدلون، وچکالي، اقليمي تغيرات او يو لړ نور مسایل ښودلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس