معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانان له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدونکي دي

اوچا وایي، افغانان له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدونکي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان د تېرو ۲۵ کلونو په پرتله له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدوونکی دی. یادې ادارې تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې په وچېدو دي، په افغانستان کې شل میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره په یو ګام فاصله کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر په ټوله نړۍ کې بې ساری دی.
د یادونې وړ ده چې دې ادارې څه موده وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخ دي او که مرسته ورسره ونه شي، نو په دې هېواد کې به سخت بشري ناورین رامنځته شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس