معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده

اوچا وایي، افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر  اوچا پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي بحران رسېدنې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د راپور پر بنسټ اوچا زیاته کړې، افغانستان د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې له ډېرو اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو سره مخ دی.

د اوچا په وینا، افغانستان کې د تودوخې درجه په نړۍ کې له اوسط درجې لوړه ده او د چاپېریال تخریب به د کرنې په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.

دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې يوه مياشت وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د خوراکي توکو د کمښت بحران په پراخېدو  دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس