معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي

اوچا وایي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان کې د می میاشتې په سېلابونو کې لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن شوي دي.

اوچا په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، اورښتونو د افغانستان په څو ولایتونو په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځ کې زیات خلک زیانمن کړي دي.

د اوچا د راپور له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او د دغه هېواد ۴۸ سلنه وګړي د بېوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي.

اوچا دغه راز ویلي، چې په دا ډول ناوړه شرایطو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال شړل بیا په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ډېر کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس