کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې د واروې اورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی.
اوچا ویلي، چې د جنورۍ په ۵مه د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې دریو کسانو د درنې واورې اورېدنې له امله ساه ورکړې وه او دغه راز د جنورۍ پر ۴مه بیا د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي وو.
یاد بنسټ ویلي، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د اغېزمنو سیمو پر ارزونو بوخت دي او هڅه کوي چې دغو سیمو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.
د یادونې ده، چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د هېواد په ډېرو برخو کې واوره اورېدلې وه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/