معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوکراین کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ۱۸ تنو ژوند بایللی

اوکراین کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ۱۸ تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې دغه چورلکه کییف ته نږدې برواوري ښارګوټي کې راغورځېدلې ده.
دغه پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر ډینیس موناستیورسکي په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي پوځي چارواکي هم مړه شوي دي.
نړیوالو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د درې ماشومانو په ګډون ټول ټال ۱۸ تنو ژوند بایللی او د ۱۵ ماشومانو په ګډون په کې ۲۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
پېښه کې ماشومانو ته د مرګ_ژوبلې اوښتو علت په یو وړکتون د یادې چورلکې غورځېدل ښودل شوي.
ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته دا لومړنۍ چورلکه ده چې په غورځېدو یې لوړ پوړي اوکرایني چارواکي خپل ژوند بایلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس