معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوکرایین له یو میاشتني اوربند سره هوکړه کړې

اوکرایین له یو میاشتني اوربند سره هوکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، اوکرایین له روسیې سره د واشنګټن ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی او هوکړه یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، امریکا به اوس دغه وړاندیز روسیې ته استوي او هیله یې ښودلې، چې مسکو به هم اوکرایین سره د اوربند هوکړه وکړي.

په ورته مهال د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له امریکا غوښتي، چې پر روسیې زیات فشار راوړي، څو د اوربند ۳۰ ورځني وړاندیز سره هوکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، ښايي روانه اونۍ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، راتلونکو ورځو کې له امریکایي چارواکو سره د اړیکي نیولو احتمال نه ردوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس