معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ايراني وایي، نور د ناقانونه افغان کډوالو د منلو توان نه‌ لرو

ايراني وایي، نور د ناقانونه افغان کډوالو د منلو توان نه‌ لرو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې نور د ناقانونه افغان کډوالو د منلو توان نه لري.

د نوموړي په خبره د ناقانونه کډوالو شړل یې اوس د کاري لومړیتوبونو په سر کې دی.

مومني چې په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د کډوالو ستنولو پرېکړې پلي کولو لپاره یې اړین تدابیر هم نیولي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په دې وروستيو کې په ايران کې له يو شمېر افغان کډوالو سره د پوليسو او ايراني وګړو لخوا د ناوړه چلند خبرونه رسنيز شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس