کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د “هپکو” شرکت له استازي مهدي اسماعیلي او “جلاپردازان الوند” انجنيرۍ شرکت له استازي بابک فلاج سره کتلي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند ویلي، ایراني پانګوالو یاده کتنه کې ویلي، چې غواړي د افغانستان په بنسټيزو پروژو په ځانګړې توګه د سړکونو او اوسپنیزو کرښو په برخه کې پانګونه وکړي.
بل لور د ټولګټو وزیر د هېوادونو په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې د هر ډول پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او سرپرست حکومت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ او هرکلی کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/