معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران افغانستان ته د تېلو د صادرولو قرارداد تمدید کړ

ایران افغانستان ته د تېلو د صادرولو قرارداد تمدید کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
ایسنا آژانس راپور ورکړی چې ایران حکومت افغانستان ته د تېلو د صادراتو جواز د دوو نورو میاشتو لپاره وغځو.
د دغې آژانس د راپور له مخې ایران څخه افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د افغان سوداګرو په غوښتنه او د تېلو په برخه کې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ایران د تګلارو په خاطر تمدید شوی.
افغانستان لا هم له ایرانه ډېر تېل واردوي چې په کې ډیزل د پام وړ دي.
سره له دې چې ایران افغانستان ته د تېلو د صادرولو جواز د کب له لسمې د راتلونکي کال د وري تر ۷ تمدید کړی، خو د سرپرست افغان حکومت چارواکو څو ځلې هغه تېل چې کېفیت یې ټیټ و، بېرته ایران ته مسترد کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس