کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سمنان ولایت ځایي چارواکو خبرداری ورکړی، چې له دغه ولایت څخه به د ۱۴۰۴ کال تر پایه ټول افغان کډوال ووېستل شي.
مهر خبري آژانس پرون د سمنان ولایت سیاسي او امنیتي مرستیال مهدي اقا براري د ادعا له قوله لیکلي، چې پناه غوښتونکو په بېلابېلو برخو کې ستونزې راولاړې کړې دي.
دغه ایراني چارواکي ټينګار کړی، چې د ناقانونه کډوالو حضور بېړنۍ پرېکړې ته اړتیا لري.
نوموړي په سمنان ولایت کې د املاکو سلاکارانو ته خبرداری ورکړی، چې له کډوالو سره د همکارۍ حق نه لري او که همکاري وکړي په خبره یې، له پرېکنده چلن سره به مخامخ شي.
له دې سره هم مهاله، پاکستان هم د افغان کډوالو نیولو او له هغه هېواده یې د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.
پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کډوال نیولي او اسلام اباد کې یې د پاتې کډوالو ژوند تریخ کړی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/