معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران د افغانستان په اړه د غونډې کوربه توب ته چمتوالی ښودلی

ایران د افغانستان په اړه د غونډې کوربه توب ته چمتوالی ښودلی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانگړي استازي محمد صادق خان په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې امیر عبداللهیان ویلي چې هیواد یې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د لوړپوړو ډیپلوماټانو فوق العاده غونډې کروبتوب ته چمتو دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د داسې ځانګړې غونډې کوربه توب کوي، تر څو د افغانستان مسئلې ته د حل لاره ومومي او افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو ته زمینه برابره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیر عبداللهیان او د افغانستان لپاره د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
تر اوسه په دې اړه چې دا غونډه به کله جوړه شي څه نه دي ویل شوي.
افغان حکومت هم د ایران د دغو څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس