معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران راتلونکې اونۍ خپل هېواد کې افغان سفارت اوسني حکومت ته سپاري

ایران راتلونکې اونۍ خپل هېواد کې افغان سفارت اوسني حکومت ته سپاري

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې تهران کې اوسني حکومت ته د افغان سفارت د سپارلو خبر خپور شو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د سفارت په حقوقي وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او نه هم ایران اوسنی افغان حکومت په رسمیت پېژني.
نوموړي زیاته کړې، چې یوازې د سفارت چارې نویو ډیپلوماټو ته سپارل کیږي.
تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ګوندې ایران پرېکړه کړې، چې راتلونکې شنبه به په تهران کې د افغان سفارت چارې اوسنيو چارواکو ته سپاري.
د ایران دغې دریځ په غبرګون کې ۱۵ افغان ډیپلوماټانو کار بندیز هم اعلان کړی دی.
د څه کم دوه کالو په پوره کېدو هم تر اوسه د سیمې هېڅ کوم هېواد اوسنی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون یو شمېر هېوادونو د اوسني حکومت ډیپلوماټانو ته اجازه ورکړې، چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې مخته یوسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس