معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران سلګونه زره بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې وېستلي

ایران سلګونه زره بې اسناده افغان کډوال له خپلې خاورې وېستلي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تسنیم خبري آژانس د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هېواد د کډوالو وېستلو د پراخ پلان په لړ کې۸لکه ۵۰ زره بې اسناده افغان کډوال وېستلي دي.

د راپور پر بنسټ، د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون له ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.

بل لور د کرمان چارواکو ویلي، په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس