معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران نن د افغان کډوالو په اړه د څلور اړخیزې ناستې کوربه دی:

ایران نن د افغان کډوالو په اړه د څلور اړخیزې ناستې کوربه دی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
تهران کې نن یکشنبه د افغان کډوالو په تړاو د افغانستان، ايران، پاکستان او ملګرو ملتونو د استازو غونډه پيليږي. په دې څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بيا راستنېدو ارزونه کيږي.
په دغې غونډې کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمان راشد هم ګډون کړی دی.
افغان حکومت تمه ښودلې چې د تهران په څلور اړخيزه ناسته کې به افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنولو په تړاو پر يوه ګډ ميکانيزم هم هوکړه وشي.
ايران او پاکستان دوه هغه ملکونه دي چې د شپږو ميليونو په شاوخوا کې افغان کډوال په کې ميشت دي.
د یادولو وړ ده چې دغه څلور اړخیزه ناسته به پنځه ورځې دوام وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس