معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران وایي، افغانستان سره یې د هلمند سیند د اوبو ستونزه پر خپل ځای پاتې

ایران وایي، افغانستان سره یې د هلمند سیند د اوبو ستونزه پر خپل ځای پاتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا یې هم له افغانستان سره د هلمند سیند د اوبو ستونزه نه ده حل شوې.
د دغو رسنیو له قوله د دغې وزارت چارواکو ويلي، د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره یې خبرې پیل کړي، چې له هلمند سیند څخه د اوبو حقابه تر لاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اوبو د کمښت په هکله ورته هغه دلایل د منلو وړ نه دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا په دې وروسیتو کې ایراني لوري ته وړاندې شوي.
د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین بیا وايي، د هلمند سیند په اوبو کې د افغانستان او ایران تر منځ په ۱۳۵۱ کال کې د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس حق ته ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس