معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پيل شو

ایران کې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پيل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تهران کې افغان سفارت د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړی دی.
د راپور پر بنسټ، یاد وزارت ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په بهر کې د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول پيل شي.
راپور زیاتوي، چې د یاد وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د دغه فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام له سپارښتنې سره سم په ایران کې د پاسپورټ لپاره د افغان کډوالو د اړتیاوو د حل لپاره په تهران کې د پاسپورتونو د وېش بهیر پیل کړ.
دغه راز په پام کې ده، چې لومړی د پاسپورتونو د وېش بهیر هغو نويو زېږېدليو ماشومانو ته پیل شي، چې الکترونیکي تذکره یا هم د کوربه هېواد اقامتي سند ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس